آریانانیوز: دیوراپوپراساس په هرات کې د اورلګېدو په پېښه کې د يوې کورنۍ پنځه کسان وژل شوي دي.
د هرات د پولیسو د وياند عبدالاحد وليزاده په وينا یوه ښځه، سړی، دوه لوڼې يې او یو زوی یې په مړو شويو کې شامل دي.
د هرات امنیتي چارواکي وايي، اور پرون په هرات ښار کې په محله نو سيمه کې لګېدلی.
د ښاغلي وليزاده په وينا د دې پېښې انګېزه تر اوسه نهده معلومه.