آریانانیوز: د ملکي هوایي چلند ادارې د ګلبدین حکمتیار هغه ادعا رد کړې چې ګڼ شمیر ناپیژندل شوې الوتکې د کابل په هوایی ډګر کې کښیناستې او الوتلې دي او دا یې یو افواه بولي...
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار د جمعې په لمانځه خطبه کې (3 سلواغه) ویلي دی چې ناپیژندل شوې الوتکې د کابل په هوایی ډګر کې ناسته او الوتنه کوي چې په قاچاق کې دخیل دي او د ځانګړو ځواکونو لخوا خوندي کیږي.
هغه ادعا وکړه چې د هوایی ډګر امنیتي کارمندانو څخه غوښتل شوي وو چې ساحه پریږدي کله چې الوتکې ښکته او بار شوې.
د ملکي هوایي چلند ادارې دغه تورونه رد کړي ، او ویلي یې دي چې د نړیوالو مقرراتو سره سم د کوم ځانګړي نوم او لوگو پرته الوتکې ته اجازه نه ورکول کیږي چې د هیواد په ملکي هوایی ډګرونو کې ناسته او الوتنه وکړي.
بیان وايي چې دغه تور یوازې د افواهاتو او بې اساسه قیاس پر بنسټ شوی او ریښتینی نه دی.
د ملکي هوایی چلند ادارې زیاته کړه چې د هوایی چلند امنیتی خدمات ، د مسافرینو چیکونه او د کارګو اداره کولو معاینې په شمول ، د بهرني قراردادي شرکت لخوا د ICAO او آیټا ټولنې لخوا تعریف شوي میکانیزم سره سم چمتو شوي.
د ملکي هوایي چلند ادارې دا هم زیاته کړې چې د ناټو د قراردادیانو الوتنه او د سافټا تړون تر مخې پریکنده ماموریت له دې پروسې مستثنی دی او د شوې موافقې سره سم به ترسره شي.