برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۸ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان وژل

آریانانیوز: د ننګرهار د روداتو ولسوالۍ د ولسي پاڅون کوونکو يو ځايي قوماندان له خپل يوه ملګري سره د ماین په چاودنه کې وژل شوی دی.


د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي د کب په ۱۸مه وويل، ياده چاودنه تېره شپه د روداتو ولسوالۍ اړوند د قطرغۍ په سيمه کې شوې ده.
نوموړی وايي، چاودنې د قاري ضياءالرحمن په نوم د ولسي پاڅون کوونکو يو قوماندان او د هغه يو بل ملګری وژلي دي.
د روداتو ولسوال نسيم شينواري وويل، چاودنه هغه مهال رامنځته شوې چې قوماندان ضياء الرحمن په سيمه کې د یوه ځای پر ځای شوي ماين شنډولو ته تللی و چې پرې چاودنه یې کړې ده.
وسله والو طالبانو د دې چاودنې او د قوماندان د وژلو مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
د يو بل خبر له مخې، تېره شپه د جلال اباد ښار په دويمه ناحيه کې د يو جومات موذن نامعلومو وسله والو وژلی دی.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره خبرو کې ياده پېښه تاييد کړه او يادونه يې وکړه چې پوليسو د پېښې عاملينو پسې پلټنې پيل کړې دي.
د سيمې يوه اوسېدونکي محمد اصف وويل چې حاجي نورمحمد شينواري له هېچا سره شخصي تربګني نه درلوده او تېر ماخوستن هغه مهال چې د اذان په خاطر جومات ته تللی و، وسله والو پرې ډزې کړې او وژلی يې دی.
د نوموړي د وژلو مسووليت چا نه دى اخيستى.

شریک یي کړئ!