برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, security, social
د خپرولو وخت : شنبه, ۱ سنبله , ۱۴۰۴ لنډ لینک :
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) ویلي چې بدخشان ولایت د افغانستان په ټولو ولایتونو کې تر ټولو زیات د خوارځواکۍ کچه لري. د دې ادارې د نوي راپور له مخې، سږکال ښايي شاوخوا ۱۶۵ زره ماشومان او ۹۳ زره امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې په دغه ولایت کې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي. یونیسف همداراز په شمالي او ختیځو ۱۳ ولایتونو کې د دې بحران د مخنیوي لپاره د یوه پروژه د تطبیق خبر ورکړی دی.
یونیسف د بدخشان ولایت د خوارځواکۍ د ناوړه حالت راپور ورکړی. دا نړیواله اداره وایي، یوازې په بدخشان کې امکان شته چې د روان کال تر پایه، شاوخوا ۱۶۵ زره ماشومان او ۹۳ زره امیندوارې یا شیدې ورکوونکې ښځې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ شي.
د دې بحران د مهارولو لپاره، یونیسف یوه پراخ پروژه پيل کړې چې د خوارځواکۍ د مخنیوي تمرکز لري. دا پروژه په ۱۳ شمالي او ختیځو ولایتونو کې عملي کېږي او هدف یې د ناروغۍ د ژر پیژندنې، درملنې او د کورنیو د سالمې تغذیې په اړه د پوهاوي لوړول دي.
د راپور پر بنسټ، تر ۲۰ سلنه زیاتې افغان مېرمنې له شدیدې خوارځواکۍ سره مخ دي، او نږدې درېیمه برخه له وینې کموالي (انیمیا) رنځ وړي. دا شمېرې د عامې روغتیا د خراب وضعیت نښه ده، په ځانګړې توګه د ښځو او ماشومانو ترمنځ.