برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۱۲ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د جمعیت اسلامی یوقومندان ووژل شو

آریانانیوز: په بدخشان ولایت کښې د حزب جمعیت اسلامی یو نامتو قومندان« نذیر محمد نیازی بیګا له څو نورو ملګرو سره یوځاې په ماین چاودنې کښې ووژل شو
دغه ماین چاودنه هغه وخت وشوه کله چې د جنرال نذیر محمد نیازی په شمول ګڼ شمیر خلک د فوټبال د لوبې د لیدو لپاره راغونډ شوی وو
تراوسه کومې ډلې ددغه ماین چاودنې مسولیت پرغاړه نه دی اخیستی
جمعیت اسلامی د افغانستان یو قدرتمن سیاسی تاجیک ګوند دی چې د ۲۰۱۱ میلادی کال د سپتمبر دمیاشتې په شلمه نیټه د ارواښاد ولسمشر برهان الدین ربانی له ټرور وروسته یې مشرۍ دهغه زوی صلاح الدین ربانی پرغاړه اخیستی ده
بل خبر دا چې طالبانوپرون سهار د هلمند ولایت په «نادعلی »ولسوالۍ کښې د پولیسو په قومندان غلام سخی ډزې وکړې اوهغه یې وواژه
غلام سخی له تیر کال راهسې تراوسه د هلمند ولایت په نادعلی ولسوالۍ کښې د پولیسو قومندان وو
طالبانو د نادعلی ولسوالۍ دپولیسو دقومندان غلام سخی د وژلو مسولیت پرغاړه اخیستی دی

وسله والو کسانو نن سهار وختی د فراه ولایت په مرکز فراه ښار کښې د ملی امنیت د ادارې یو کارکونکی په ډزو وواژه
په فراه ښار کښې په تیر میاشت کښې پینځویشت (۲۵)حکومتی کارکونکی او پوځیان په بریدونو او بم چاودنو کښې وژل شوی دی.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي