برخه -څانګه : afghanistan, economic, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۷ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ازبکستان د وارداتي برېښنا د تارونو جوړولو اجازه ورکول

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس تېره شپه پاوکم لس بجې د ازبکستان وارداتي برېښنا تار پرې شوی او د کابل ښار پراخي سیمې په تاریکه کې ډوبي شوي دي
د برېښنا ریاست وایی چې دغه تار په بغلان ولایت کې د پلخمري ښار څخه په ۳۶ کیلومترۍ کې قطع شویدی چې له امله یې د کابل په شمول د ټولو هغو ولایتونو برېښنا تللي دي چې له دغې برېښنا څخه استفاده کوي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وویل چې تېر کال دغه تارونه سم نه وه رغول شوي چې له امله یې تېره شپه د هوا د خرابۍ له امله یو تار پرې شو
د نوموړي په وینا، مونږ د برېښنا ریاست تخنیکي او مسلکي کسانو ته اجازه ورکړې تر څو سیمې ته راسي او تار بیرته جوړ کړي، خو د کابل اداره د یوه نظامي کاروان سره سیمې ته راتګ غواړي
مجاهد وویل که د برېښنا ریاست تخنیکي پرسونل راځي او کار کوي، مونږ ورسره هیڅ مشکل نه لرو، مونږ نه غواړو چې په کابل کې د کرونا وایرس له وجې قرنطین شوي ملکیان نور هم د ستونزو سره مخ شي
ددې تر مخه د برېښنا ریاست ویاند وحید الله توحیدي رسنیو ته ویلي وه چې د ازبکستان وارداتي برېښنا د جګړې له امله پرې شوې ده
نوموړي تور پوري کړی وو چې طالبان اجازه نه ورکوي تر څو د برېښنا ریاست کارکوونکي برېښنا دوهم ځلې وصل کړي. خو مجاهد د نوموړي خبرې رد او له خپل اړخه د اجازې اطمینان ورکړ.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي