برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ اسفند , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ارګ له لوري د سولې مرکچي پلاوی نه منل

آریانانیوز: درسنیوپه راپورد ګلبدين حکمتيار په مشرۍ حزب اسلامي ګوند ويلي، د ارګ له لوري د بین الافغاني خبرو لپاره ګومارل شوی مرکچي پلاوی د دوی لپاره د منلو وړ نه دی
د حزب اسلامي له لوري رسنيو ته په لېږل شوې اعلاميه راغلي، سوله ملي پروسه ده، هېڅ لوری يې د انحصار توان او حق نه لري او د دې ملي پروسې لپاره بايد داسې يوه باوري معتبره مرجع وجود ولري، چې دا پروسه په ښه توګه مديريت کړی شي
اعلاميه زياتوي، دا معتبره مرجع بايد د تلپاتې سولې لپاره طرحه، ميکانيزم او سرې کرښې وټاکي او د سولې اړوند په ټولو چارو کې وروستۍ پرېکړه وکړي
په اعلاميه کې ټينګار شوی، چې د ارګ اوسنی حیثيت دا توان نه لري، چې د داسې ملي پروسې په تړاو پرېکړه وکړی شي
حزب اسلامي وايي، د سولې پلاوي د ترکيب او نوملړ د نهايي کولو په تړاو له دوی سره هېڅ ډول مشوره نه ده شوې او له همدې امله حزب اسلامي د ارګ له لوري د مرکچي پلاوي نوملړ ردوي او له منلو يې انکار کوي
حزب اسلامي دا اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې، چې تېره ورځ ځينو رسنيو د باوري سرچينو په حواله ويلي و، چې حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو په موخه پلاوی ټاکلی دی
د سرچينو په وينا دا نوملړ د افغانستان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له رسنيو سره شريک کړی دی
په دې نوملړ کې شریفه زرمتۍ، عبدالهادي ارغندیوال، مولوي عنایت الله بلیغ، زینب موحد، باتور دوستم، انجنیر کریم امین، ضرار مقبل، محمد ناطقي، رسول طالب، حبیبه سرابي، کلیم الله نقیبي، جنرال ایوب انصاري، اورځلا نعمت، نادر نادري او متین بیک شامل دي
حکومت وايي، له طالبانو سره د سولې خبرو ته چمتو دي، خو د پورته نوملړ پخلی يا رد يې نه دی کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي