برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۸ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

د ځواکونود شمېر کمويل

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس د جرمني هیواد غواړي افغانستان کې د خپلو مېشتو ځواکونو د شمېر په کمولو پیل وکړي
د جرمني خبري اژانس د راپور سره سم، دا هیواد دمګړی په افغانستان کې ۱۳۰۰ سرتېري لري او غواړي د ۱۸ سلنه سرتېرو په کمښت سره د افغان دولتي ځواکونو د روزنې ماموریت روان وساتي
جرمني وروسته له هغه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو په ایستلو پیل کوي، چې په تېره فبروري میاشت کې د جرمني او لسګونو نورو هیوادونو د استازو په حضور کې طالبانو او امریکا د سولې تړون لاسلیک کړ
د لاسلیک شوي تړون له مخې به د څوارلس میاشتو دننه امریکا خپل او د ناټو په چوکاټ کې ورسره راغلو متحدینو عسکر او استخباراتي کارکوونکي له افغانستانه باسي
د جرمني سره هم مهاله برتانیا او امریکا هم د خپلو عسکرو په ویستلو پیل کړی. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر «مایک پمپیو» د طالبانو د سیاسي دفتر له مشر ملا برادر اخند سره په تازه لیدنه کې نوموړي ته ډاډ ورکړی وو، چې له توافقنامې سره سم به امریکایي ځواکونه افغانستان پرېږدي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي