برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۴ آذر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

په افغانستان د سولې د خبرو اترو لپاره په کابل کې د ایران دسفیر جمتوالی

آریانانیوز: دیوراپورپه اساس په کابل کې د ایران سفیر وايي، چې هېواد يې په افغانستان کې د سولې د خبرو اترو لپاره په زمینه برابرولو کې مرستې ته تیار دی.


محمد رضا بهرامي په کابل کې هغې غوندې ته چې د تاجکستان او پاکستان سفیران هم بلل شوي، خبرو کې وویل له نظامي لارې سوله نه شي راتللی .
بهرامي زیاته کړه، چې د قانون په رڼا کې باید شته لاسته راوړنې قرباني نه شي: «ښه له دې چې مسیره [قانونه] انحراف ونه شي او لاسته راوړنې د هغه پروسې چې پر شفافیت يې اطمنان کمزوری دی، قرباني نه شي.»
د پاکستان د سفارت مرستیال شهباز خان وویل، چې د سولې اړوند د افغانانو او افغان حکومت له لوري توافق د پاکستان له لوري پیل شوې ترمینالوژي ده.
هغه زیاته کړه: «د سولې بهیر باید د افغانانو په رهبرۍ او مالکیت وي، لکه دا ځوان سفیران چې پوهېږي، دا ترمینالوژي له پاکستانه پیل شوط وه، چې د سولې په اړه هر توافق باید د افغانستان حکومت او خلکو له لوري رهبري شي.»
د سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري د شهباز خان دا څرګندونې ردوي او زیاتوي چې هر ډول اقدام پخپله د افغان ولس له لوري شوی دی.
هغه وویل: «د سولې په اړه هر اقدام چې د هېواد او سیمې په سطحه کېږي، دا د افغانستان د خلکو زور دی، چې ټول په یوه غږ سوله غواړي او د جګړې پای غواړي.»
دا د ځوانو سفیرانو هغه غونډه وه، چې د سیمې په سطحه پر ځینو مسائلو هر کال د سیمې په یوه هېواد کې جوړېږي او ځوان سفیران پکې برخه اخلي.
ایران په داسې حال کې د سولې لپاره د همکارۍ سینه ډبوي، چې د ناټو عمومي منشي، ینس سټولنټبرګ هم پر ایران او روسيې د همکارۍ غږ وکړ.
هغه وویل: «تمه ده د سیمې ټول ځواکونه د روسيې او ایران په ګډون د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې په بهیر کې یو رغنده رول ولري.»

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي