برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۲ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د کابل پر لاریون د ارګ او پخوانیو چارواکو رسنیزې ناندرۍ

آریانانیوز: تېره ورځ کابل کې په غزني کې د وروستیو پېښو په غبرګون کې د حکومت پر ضد لاریون وشو.


لاریونوال، چې یوازې په دوو مشخصو ولسوالیو کې يې د جګړې له امله د حکومت پر ضد شعارونه ورکول، د ارګ څنګ ته را ټول شوي و.
که څه هم دا لاریونونه یوازې د «قوم‌پالنې» پر روحیه ولاړ یاد شوي، خو ځینو پخوانیو چارواکو، رحمت الله نبیل، حنیف اتمر او حضرت عمر زاخېلوال يې ملاتړ کړی، خو ارګ پرې غږ کړی چې د «شرم» په نوم څه پېژنئ؟
شاه حسین مرتضوي په ارګ کې د ډاکټر غني د ویاند یو مرستیال پخپله ټویټر پاڼه پورته چارواکي مخاطب کړي او په وینا يې چې د شرم په نامه څه نه پېژني.
هغه د اتمر، نبیل، صالح او زاخېلوال له مخاطب کولو وروسته لیکلي: «… څو ځلې دایکندي او جاغوري ته تللي یاست، افغان سیاستوال د شرم په نامه هم څه شی پېژني؟»
د مرتضوي په غبرګون کې تر اوسه یوازې حنیف اتمر غبرګون ښوودلی او ور یاده کړې يې ده، چې دی نږدې دېرش کاله افغان سیاست کې لوبېدلی، خو مرتضوي څلور کاله کېږي چې دې ډګر ته راغلی دی.
د حنیف اتمر له دفتره خپره شوې خبرپاڼه لیکي، چې مرتضوي باید بښنه وغواړي، په وینا يې دا توره يې کړې، چې د پوهنې وزارت په وخت کې يې لومړی ځل جعفري فقه تدریسي نصاب کې داخله کړه.
اتمر چې د امنیت شورا سلاکارۍ پر وخت هم خواله رسنیو کې پر دې تورن و، چې د خپلو تبلیغاتو لپاره يې ځوانکي په کمو پیسو پروپاګنډ ته ګمارلي دي، د مرتضوي په ځواب کې هم ځان پاتې نه دی راوستی.
صالح، نبیل او زاخېلوال هم ښايي تر حنیف اتمر ځانونه کم ونه ګڼي، خو د یوې ورځې په تېرېدو يې لا هم د غبرګون څرک نه لګېږي.

شریک یي کړئ!