برخه -څانګه : politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۷ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د هرات ګډوډ امنیتي وضعیت به په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون مخه ونیسي

آریانانیوز: د ولسي جرګې يو شمېر کاندیدان او ښځينه فعالانې په هرات کې ګډوډ امنیتي وضعیت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون پر وړاندې یو ګواښ بولي او وايي چې که امنیتي شرایط ښه نه شي ځينې ښځې به له رایې ورکولو پاتې کېږي.



هرات چې د هېواد په لوېدیځ کې موقعيت لري له ۱،۹ ميلیون څخه د ډېرو اوسېدونکو په لرلو له کابل څخه وروسته دویم ولایت دی چې په ولسي جرګه کې ډېر استازي لري. د نفوس په تناسب د برخې وېشنې په اساس د هرات اوسېدونکي د پنځو ښځو په ګډون ولسي جرګې ته ۱۷ استازي لېږي.

په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر د معلوماتو له مخې، له هرات څخه په راتلوونکو ټاکنو کې د ولسي جرګې لپاره د ۲۸ مېرمنو په ګډون ۱۶۱ کسانو ځانونه کاندید کړي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره د دغه ولایت له ۵۵۰ زره ډېرو اوسېدونکو نوم لیکنه کړې چې له ۲۴۷ زرو ډېرې یې مېرمنې دي.
په هرات کې د ټاکنو کمېسیون د سیمه ییز دفتر مسوول احمدشاه قانوني پژواک ته وویل، په ټاکنو کې د ښځو ګډون د روڼتيا بهیر ته قوت ورکوي، ځکه خلک ډاډه کېږي چې دا یو ملي پروګرام دی.
نوموړي امنیتي ګواښونه او د ځینو کورنیو له خوا په ټاکنو کې د ګډون لپاره ښځو ته اجازه نه ورکول یوه ستونزه بولي او وايي چې د ټاکنو په ورځ مېرمنو ته لازمې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.
هغه وویل، په تېرو ټاکنو کې د رایې ورکولو په هر مرکز کې د رایې دوه محلونه موجود و، خو په راتلوونکو ټاکنو کې د رایې ورکولو په هر مرکز کې د نارینه او ښځینه وو لپاره درې ـ درې ځانګړي بېل محلونه په پام کې نیول شوي او د ښځو د خوندیتوب لپاره ښځینه پولیسې هم په دنده ګومارل شوې دي.
قانوني زیاته کړه، د کشک کهنه، رباط سنګي، زاول، پشت کوه، فرسي او ادرسکن ولسوالۍ له امنیتي ګواښونو سره مخ دي او په یادو ولسوالیو کې د یو شمېر مرکزونو د تړلو اټکل کېږي.
د هغه په خبره، په هرات کې ۴۶۱ د رایې مرکزونه موجود دي خو امنیتي ځواکونه به د امنیتي ګواښونو له څېړنې وروسته د فعالو مرکزونو کره شمېر معلوم کړي.
د ټاکنیزو منډو ترړو لپاره د تیارۍ په رانږدې کېدو سره یو ځای د هرات ګډوډ امنیتي وضعیت او د دغه ولایت په ځینو سیمو کې د ناامنۍ زیاتېدل یو شمېر ښځینه فعالانې او د ولسي جرګې کاندیدان اندېښمن کړي دي.
دوی وايي، که حکومت ښځو ته د رایې ورکولو شرایط برابر نه کړي، نو د هرات په ګډون به په ټول هېواد کې ځينې ښځې د رایې ورکولو له حق څخه بې برخې شي.
ښځینه فعالې وحیدې صمدي قلم پژواک ته وویل، د هرات په زیاتره لرې پرتو سیمو کې د سنتي کلتور پیروي د دې لامل شوې چې ښځې نه شي کولی د رایې له خپل حق څخه استفاده وکړي.
د نوموړې په خبره، د ښځو د حقونو او دندو په اړه د پوهاوي ورکول یو اړین امر دی او په لومړي قدم کې باید له کلیو پيل شي، تر څو خلک په دغه ملي بهیر کې د ښځو د ګډون مانع نه شي.
هغې زیاته کړه: ((زه وړاندیز کوم چې د ټاکنو په ورځ د ښځو لپاره مناسبه او امن فضا په پام کې ونیول شي، تر څو وکولی شي په راحته توګه خپله رایه وکاروي.))
نوموړې زیاته کړه چې د ښځو لپاره د رایې ورکولو د ډېر مرکزونو په جوړېدو دې خلکو ته ډاډ ورکړل شي چې دوی هېڅ ډول خطر نه ګواښوي او کولی شي په ډاډه زړه په ټاکنو کې ګډون وکړي.

صمدي د ځينو زورواکو له لوري له صحنې د ښځینه کاندیدانو د لرې ساتلو له هڅو، امنیتي ګواښونو، د ټاکنو په بهیر کې د ځينو نوماندانو د پلویانو له خوا له لاس وهنې او د قومي مخورو له مستقیمې لاس وهنې څخه په اندېښنه وویل، دولت باید د ټاکنو د ورځې له رارسېدو مخکې د یادو ستونزو د حل لپاره پروګرامونه تر لاس لاندې ونیسي.
د هرات یوې بلې مدني فعالې ملالۍ علوي وویل چې د ټاکنو کمېسیون باید د رایې ورکولو مرکزونه د استوګنې سیمو ته نږدې جوړ کړي اوښځینه کارکوونکې دې هم له همغو سیمو جذب کړي.
نوموړې زیاته کړه، د ټاکنو کمېسیون باید د ټاکنو په ورځ هغو کسانو ته لېږدونکې وسیلې په پام کې ولري چې له لرې پرتو سیمو څخه ښار ته د رایې ورکولو لپاره راځي تر څو سپین ږیري او معلول کسان یې د رایې له حق څخه استفاده وکولی شي.
د علوي په خبره، د ټاکنو په ورځ باید د رایې ورکولو په مرکزونو کې زیات امنیتي ځواکونه په ځانګړې توګه ښځینه پولیسې په دنده وګومارل شي.
دغه راز هغې وویل: ((امنیتي ګواښونه د رایې ورکوونکو پر وړاندې مهم ګواښ دی، د هېواد په بېلا بېلو سیمو کې وروستي ځانمرګي بریدونه، د هرات په ځينو برخو د حکومت نه حاکمیت په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د نه ګډون لامل شوي دي.))
په هرات کې د ښځو د حقونو فعاله یاسمین عزیز هم امنیتي ګواښونه د ښځو پر وړاندې لوی ګواښ ګڼي او له امنیتي بنسټونو غواړي چې د ټاکنو په ورځ د هېوادوالو د امنیت ساتنې په برخه کې هڅې وکړي.
د هغې په خبره، دیني عالمان دې په ټاکنو کې د ښځو د ګډون موضوع ته د جمعې لمانځه په خطبو کې ځای ورکړي، تر څو طالبان د رایې ورکولو صندوقونو ته د ښځو د تلو خنډ نه شي.
په هرات کې ښځینه کاندیده شېرین شهابي د رایې ورکوونکو په ځانګړې توګه مېرمنو پر وړاندې ناامني لوی ګواښ بولي او په دې باور ده چې که د ټاکنو په ترسره کېدو امنیتي ګواښونه زیات شي زیاتره مېرمنې به د رایې ورکولو صندقونو ته د تلو لپاره زړه ښه نه کړي .
هغې سره له دې چې په ټاکنو کې د ښځو په پراخه ګډون ټینګار وکړ، خو ویې ویل، د ټاکنو په مرکزونو کې د رایې ورکوونکو ګڼې ګوڼې د مخنیوي لپاره تدابیر نه دي نیول شوي او دغه راز اسانتیاوې لکه د استوګنې کورونو ته د رایې ورکولو د نږدې مرکزونو جوړېدل هم په پام کې نه دي نیول شوي.
مېرمن شهباني په داسې حال کې د ښځو لپاره د رایې ورکولو له نامناسبو شرایطو اندېښنه ښکاره کړه چې په هرات کې یو شمېر ښځو ادعا کړې چې حکومت په ټاکنو کې د ښځو د ګډون لپاره لازمې اسانتیاوې نه دي رامنځ ته کړې دي.

د هرات اوسېدونکې لیدا پژواک ته وویل: ((زه فکر کوم چې دولت په ټاکنو کې د ښځو د اسانتیا لپاره دومره امکانات په پام کې نه نیسي، که نه د رایې ورکولو مرکزونه باید د استوګنې په سیمو کې جوړ کړي چې ټولې مېرمنې وکولی شي په ټاکنو کې برخه واخلي.))
یګانه یوه بله هراتۍ مېرمن ده چې په راتلوونکو ټاکنو کې د ښځو لپاره د لازمو اسانتیاوو له نه شتون څخه په اندېښنه وویل، زیاتره کورنۍ په لارو کې د رایې ورکولو د مرکزونو تر څنګ د ښځو د اوږدو کتارونو له امله خپلې مرمنې د رایې ورکولو صندقونو ته له تلو منعه کوي.))
نوموړې زیاته کړه: ((له بده مرغه په تېرو ټاکنو کې ښځې څو ساعته په کوڅو کې کتار ولاړې وې، دا چې زیاتره کورنۍ سخت ګيره دي نو نه خوښوي چې ښځې یې د نارینه وو د تلو راتلو په کوڅه کې ولاړې وي.))
هغې له دولت څخه وغوښتل چې د ښځو لپاره دې د رایو مرکزونه په داسې پراخه سیمو کې په پام کې ونیسي چې یوازې ښځې موجودې وي.
بلخوا په هرات کې یوې بلې نوماندې سوسن بهبود زاده وویل، تر اوسه حکومت د ښځو لپاره هېڅ اسانتیا نه ده رامنځته کړې.
نوموړې د زیاتره نارینه کاندیدانو ناسمې مبارزې د ښځو پر وړاندې لویې ستونزې بولي او ټینګار یې وکړ چې ځينې نارینه کاندیدان له بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې ځان ولسي جرګې ته ورسوي.
د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده د ټاکنو د بهیر په ځانګړې توګه د ټاکنو په ورځ د امنیت ساتنې خبر ورکړ او ويې ویل، د پلان له مخې به امنیتي سرتېري په ګډه د ښار، ولسوالیو ټاکنو د مرکزونو په ټولو برخو کې په دندو وګومارل شي او په دې برخه کې هېڅ ګواښ نه دى موجود .
دا په داسې حال کې ده چې د ملي دفاع وزارت ویاند غفور جاوېد د تلې په دویمه په کابل کې یوې خبري ناستې ته وویل، افغان امنیتي ځواکونه د ټاکنو د امنیت لپاره له وړاندې لاس په کار شوي دي .
نوموړي زیاته کړه: ((موږ خلکو ته ډاډ ورکوو چې د دغه ملي او ډېموکراتیک بهیر د ترسره کېدو لپاره په پوره ډول امنیت خوندي دی او افغانان کولی شي په ارامۍ په ټاکنو کې ګډون وکړي.))

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي