برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

د امریکا ستراتېژي د جګړې د توندېدو علت دی

د ولسي جرګې غړي وايي په افغانستان کې د نا امنۍ د زیاتېدو او جګړې د توندېدو اصلي علت د امریکا ستراتېژي ده.


ولسي جرګه چې د ګډ حکومت په پیل کې يې له امریکا سره امنیتي تړون په بېړه تصویب کړ، ځینو غړو يې د امریکا پوځي اډې د سیمې د څار او مزاحمت لپاره یادې کړې دي.
د دې جرګې غړي عبدالرحیم ایوبي وویل، چې امریکا له روس، چین، ایران یا پاکستان سره ستونزه پیدا کړي، دغه هېوادونه په افغانستان کې د ستونزې را پیدا کولو هڅې ګړندۍ کړي.
د جرګې بل غي زلمي مجددي په ټينګار وویل، تر څو چې دلته د امریکا پوځي حضور وي، افغانستان به سوله او ارامي په سترګو ونه ویني.
دا په داسې حال کې دی چې تېره ورځ مشرانو جرګې هم د ټرمپ ستراتېژي په افغانستان کې د ټولو ستونزو علت یاد کړ.
د سناتورانو په وینا، امنیتي وضعیت ورځ تربلې خرابیږي، د پلازمینې په ګډون هیڅ ځای خوندي نه دی.
دوی وویل، سره له دې چې له بهرنیانو سره امنیتي تړون د امنیت را وستلو په موخه لاسلیک شوی، خو امنیتي وضعیت د هرې ورځې په تېرېدو لا پسې کړکیچن کېږي.
امریکا د تېر میلادي کال په وروستیو کې نوې ستراتېژي اعلان کړ، چې د پوځي شنونکو په باور تر اوسه بشپړه ناکامه ثابته شوې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي