برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

امریکا له افغانستان څخه باید را ووځي

آریانانیوز: امریکايي سناتوران وايي افغانستان کې امریکا بې ګټې بوخته ده، د دې پر ځای چې د جګړې اوږدولو چورت ووهي باید د ایستلو په اړه يې فکر وکړي.


د امریکا د سنا غړې الیزابت وېرین پخپله ټویټر پاڼه لیکلي، چې په اوولس کلونو کې مو زرګونه عسکر له لاسه ورکړي او درانده مالي لګښتونه مو کړي دي، خو هدف ته نه يو رسېدلي.
هغې زیاته کړې د امریکايي ولس مالیې داسې ځای مصرفېږي، چې په مقابل کې يې هیڅ ګټه لاسته نه راځي.
دې سناتورې د هم لیکلي، چې امریکا باید پخپله تګلراه غور وکړي د عسکرو د ایستلو پر څرنګوالي فکر وکړي.
يوې بلې سناتورې برني سندرز وايي دې جګړې نړۍ تر ستړیا رسولې، امریکا باید پر خپل سیاست فکر وکړي.
دا په داسې حال کې دی چې تازه روسیې هم امریکا دلته ناکامه بللې.
د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخرووا کریمیا کې رسنیو ته وویل، امریکا په افغانستان کې له «ترهګرۍ» سره مبارزې او د مخدره موادو د قاچاق په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.
هغې وویل، دلته شته ګواښونه موږ ټول ځوروي او په وینا يې په افغانستان کې ټول ګواښونه په پوره زور سره پیاوړي کېږي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي