برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۶ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو نفوذي عسکرپنځه پولیس وژل

آریانانیوز: دیوراپورله مخی په کندهار ولایت کې تېره شپه یوه نفوذي پوليس پر خپلو ملګرو برید کړی ۵ پوليس وژلي او وسلې يې له ځان سره وړي دي. پېښه نن د چهارشنبې سهار وختي د پنجوايي ولسوالۍ په موشان امنيتي پوسته کې رامنځته شوې ده.


د کندهار یوه امنیتي مقام چې نه يې غوښتل نوم خپور شي د «مرغومې پر۲۶مه» امریکا غږ اشنا راډیو ته وويل چې برید کوونکی پوليس تر پېښي وروسته د نورو وسله والو په مرسته له سیمې څخه وتلی دی.
سرچینه زیاته وي چې برید کوونکي پوليس له تېرو څو میاشتو راهیسې دنده پيل کړې وه او نن سهار وختي د پيرې پر مهال يې پر خپلو ملګرو برید کړی او ۵ پوليس يې وژلي.
منبع وايي:”برید ګر پوليس خپل ټول پنځه ملګري چې په موشان پوسته کې يې دنده لرل وژلي او شپږ میله وسلې يې له ځان سره وړي، نورو پوليسو د برید ګر لټون پيل کړی خو هغه دوسله والو طالبانو سره یوځای شوی او د هغوی په مرسته له سیمې څخه وتلی.”
بلي خواته وسله والو طالبانو رسنیو ته په لېږلي تلیفوني پیغام کې د پېښه مسئولیت په غاړه اخیسی او زیاته کړې يې ده چې برید کوونکی پوليس د دوی نفوذي ملګری وو.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي