برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۱ اردیبهشت , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

طالبان مرغاب ته څېرمه پوځي مرکز نیولول

آریانانیوز: طالبان وايي د بادغیس په مرغاب ولسوالۍ کې يې مرکز ته څېرمه په تونده جګړه کې لسګونو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده
طالب ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر خپاره کړي بیان کې ويلي، دا جګړه چې د ولسوالۍ مرکز ته څېرمه اکازو سیمه کې تېره شپه شوې ده، د ټولۍ د قومندان حمیدالله په وژل کېدو يې ۳۲ تنو کمانډو او ځانګړو ځواکونو عسکرو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده.
د سرچینې په وینا دې جګړه کې چې ۱۷ میله سپکه او درنه وسله، د شپې دوربینونه او مخابرې هم د طالبانو لاس ته ورغلې، ۲۰ تنه عسکر وژل شوي او ۱۲ نور ژوبل شوي دي.
طالبانو ویلي سرتېرو يې د عسکرو پر مرکز برید وکړ چې تر سهاره يې بشپړ تر خپل واک لاندې را وست او ځينې ژوندي پاتې شوي عسکر په تېښته بریالي شول.
تر اوسه د بادغیس ځايي چارواکو په دې تړاو څه نه دي ويلي.

شریک یي کړئ!