برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۱ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

سیلابونو د استوګنې زرګونه کورونه ویجاړکړ

آریانانیوز: د فراه ولایت د لور کوه او فراه رود له لوري راغلیو سیلابونو د فراه ښار د لومړۍ ناحیې په ګډون د شیخ آباد، شور آباد، حنیف آباد، چارباغ او د ښار نورې اړوند سیمې لاندې کړې دي.



د سیلابونو په اوبو کې د ښار سلګونه ښاریان بند پاتې دي؛ خو امنیتي ځواکونه هڅې کوي، چې د خپلو هاموی او رنجر موترو په مرسته بند کسان وژغوري.
که څه هم د ځاني زیانونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویل شوي؛ خو شیخ آباد او حنیف آباد سیمې تر اوبو لاندې راغلي او زرګونه کورونه یې ویجاړ شوي دي.

شریک یي کړئ!