برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, 6 ژوئن , 2020 لنډ لینک :

د پکتیا دسیدکرم ولسوالۍ امنیه قومندان ووژل شو

آریانانیوز: دیورپوټ په اساس د پکتیا امنیتي مسئولین وايي، د سیدکرم ولسوالۍ امنیه قومندان همایون همت تیره شپه د طالبانو پرضد عملیاتو پر لاره د ماین چاودنه کې وژل شوی دی
د سیدکرم ولسوال شریف کلیوال رسنیو ته ویلي، تیره شپه ددې ولسوالۍ په چینو کلي کې د پولیسو او طالبانو ترمنځ جګړه روانه وه او امنیه قومندان همایون غوښتل د پولیسو د ملاتړ لپاره د جګړې ساحې ته ځان ورسوي؛ خو په لاره کې یې د سپرلۍ ټانګ د ماین د چاودنې ښکار شو
نوموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې یو هاموې ټانګ ویجاړ شوی، د قومندان همایون په ګډون ۴ پولیس وژل شوي او ۴ نور ټپيان دي
ویل کیږي چې قومندان همایون همت همدا پرون مازدیګر د سیدکرم ولسوالۍ د امنیه قومندان په توګه په کار پیل کړی ؤ، چې تیره شپه یې په جګړه کې خپل ژوند له لاسه
ورکړ.

شریک یي کړئ!

دیدگاه ها بسته شده است

نوی خبرونه