برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۳ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د سولې خبرو له لغوه کېدو وروسته دجګړو زور اخیستل

آریانانیوز: رویټرز خبري اژانس ليکلي، د سولې خبرو له ناکامېدو وروسته د افغانستان په ګڼو ولايتونو، په ځانګړې توګه شمالي ولايتونو کې جګړې زياتې شوي او طالبانو په ډېرو سيمو کې دولتي عسکرو ته ماتې ورکړې دي
دیو رپوټ له مخې په تخار، بغلان، کندوز او بدخشان کې درنې جګړې روانې دي او طالبانو حکومتي عسکر په شاتمبولي دي
اګر که د ګډ حکومت دفاع وزارت ادعا کوي، چې په يو شمېر سيمو کې يې د طالبانو بریدونه په شاتمبولي، خو د رویټرز سربېره نورو رسنيو د حکومتي چارواکو د ادعا پخلی نه دی کړی
يوازې په تېره اوونۍ کې طالبانو د تخار ولايت خواجه غار، درقد او ينګي قلعه ولسوالۍ نيولي، په بغلان کې يې ګذرګاه ولسوالۍ په بشپړ ډول نيولې، د بغلان ولايت مرکز د طالبانو له لوري محاصره دی او بغلان کې د کابل مزار لويه لاره هم د طالبانو له لوري تړل شوې ده، چې يوازې ملکي موټر پرې تګ راتګ کولی شي
همدارنګه په کندوز کې د خان اباد، درشت ارچي او قلعه زال ولسوالۍ طالبانو نيولي دي
تېره ورځ هم طالبانو د کابل ښار په چهار اسياب ولسوالۍ کې د کومانډو ځواکونو پر قرارګاه سرتيری برید کړی و او دوو سوو عسکرو ته يې د مرګ ژوبلې اړولو خبر ورکړی و
د يادونې وړ ده، چې د تېرې شنبې په ورځ د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له طالبانو سره د سولې خبرو د لغوه کولو خبر ورکړ، طالبانو خبرداری ورکړ، چې دوی به خپلو بریدونو او چاودنو ته زور وکړي او زياته کړې يې ده، چې د امريکايي چارواکو ګواښونه د دوی عزم نه شي کمزوری کولی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي