برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۱ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

دطالبانو او داعشیانوترمینځ په شخړوکې مهم داعشی کمانډران هلاک شول

دیورپوټ پراساس په جوزجان ولایت کې د طالبانو او داعش ترهه ګرې ډ لې د وسلوالو ترمینځ څلور ورځنۍ سختې نښتې بلاخره هم د تکفیری داعشی ترهه ګرې ډلې د سرغنې قاری حکمت په هلاکت سره پای ته رسیدلی دی او وئیل کیږی په دغو نښتو کې د د اعش ترهه ګرې ډلې یو شمیر نور مهم کمانډران هم هلاک شوی دی.



راپور ښئ ، د جوزجان ولایت دپولیسو قوماندان فقیر محمد پرون په یو لړ څرګندونو کې وئیلی دی ، دغه داعشی کمانډر او ورسره بل مهم کمانډر قاری احمد د طالبانو ډلې د وسلوالو په نښتې کې وژل شوی دی .
هغه همداراز ټینګار کړی ، طالبانو ډلې په ځلونو د جوزجان ولایت په درزاب او قوش تپه ولسوالیو کې له داعشی تکفیریانوسره نښتی دی او دواړو لورو ته د رندې مرګ ژوبلې هم اوښتی دی .
قاری حکمت له کابو درو کلونو راهسې له داعشی تکفیری ترهه ګرې ډلې سره یوځای شوی ؤ .
طالبانو په تیر یوه کال کې د افغانستان په جوزجان ولایت کې په بیلابیلو ولسوالیو کې له داعشی ترهه ګرو سره لاس اوګریوان شوی چې وئیل کیږی دواړو خواؤ په لسګونو پلوی وسلوال په کې هلاک شوی دی .
ډیری شناندی او کارپوهان وائی د افغانستان پر ختیځی اوجنوبی ولایتونو سربیره د دغه هیواد شمالی ولایتونه هم د داعشی تکفیریانو دپراخو فعالیتونو ډګر شوی دی .

شریک یي کړئ!