برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۶ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

درې ملکي وګړو دګډو ځواکونولخوا و وژل شول

آریانانیوز: بیګاه د لغمان ولايت په قرغه يي ولسوالۍ کې ګډو ځواکونو د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي چې په نتيجه کې يې درې تنه ملکي وګړي وژل شوي دي
د سيمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو تيره شپه د يادې ولسوالۍ په فرمانخيلو سيمه کې د ملکي وګړو په کورونو چاپې اچولي دي او درې تنه ملکي وګړي يې وژلي او د کورونو دروازې يې نړولي دي
له پيښې وروسته نن سهار د سيمې خلکو د وژل شويو ملکي وګړو جسدونه له ځان سره ليږدولي دي او د مندروړ او سرخکانو پله ترمنځ لويه لار يې تړلې ده او لاريون يې پيل کړی دی
د سيمې اوسېدونکي وايي چې وژل شوي کسان عام ولسي وګړي وو او له هيڅ کومې وسله والې ډلې سره يې لاس نه درلود
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د ګډو ځواکونو له لوري د ولسي وګړو په کورونو شپنيز عمليات او چاپې زياتې شوي دي چې له امله يې د ملکي وګړو تلفات هم زیات کړي دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي