برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲۸ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

۴۵۰ افغان زده کونکي په ټولو تحصیلي پړاؤنو کښې په ایران کښې ښوونځي ته ځي

دیورپوټ په اسا س رضوان حکیم زاده نن په ایران کښې د افغانستان د ښوونې او روزنې د مسئول او د سفارت د وړومبي منشي حسینعلي حسیني په کتنه کښې زیاته کړه: د ایران او افغانستان ترمینځ کلتوري او ښوونیزه تبادله به د دواړو هیوادونو د هراړخیزو اړیکو د پراختیا سبب شي.


د ایران د ښوونې او روزنې د وزیر مرستیال په دې خبرې سره چې په ۲۰۱۷-۲۰۱۸ تحصیلي کال کښې ۳ لکه ۲۲ زره او ۴۵۰ افغان زده کونکي په ټولو تحصیلي پړاؤنو کښې په ایران کښې ښوونځي ته ځي، څرګنده کړه: په دا شمیر زده کونکو کښې د ایران په اسلامي جمهوریت کښې د بهرنیو اتباعو له واجب التعلیم ماشومانو ۹۱ فیصده شاملیږي.
حکیم زاده د ایران په ښوونځیو کښې د ماشومانو د نوم لیکنې په هکله د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حکم ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب د معظم رهبر وینا د ټولو انسانانو د برابرۍ او همداشان د ټولو ماشومانو لپاهر د تعلیم او تربیت په لړ کښې ده او ایراني او غیرایراني ماشومانو ترمینځ هیڅ فرق نشته.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي