برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ بهمن , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

یو شمیرامریکائی؛ افغان عسکر اوطالبان و ژلکیدا

آریانانیوز: دیوراپور له مخی د امریکا او افغانستان یو شمیر پوځيانو د غزنی ولایت د آب بند ولسوالۍ په بزې سیمې کې دطالبانو په بند حمله کړې چې د طالبانو له سخت مقاومت سره مخ شوي .په دغې اعلامیې کې وئيل شوي دي ،دطالبانو په دغو عملیاتو کې شل امریکائي او افغان عسکر مړه او ټپیان شوي دي ، خو ځينو حکومتي سرچینو وئيلي دي ، دافغانستان ځانګړي ځواک دطالبانو په بند په عملیاتو کې ۳۸بندیان خوشي کړي او دغه راز ئې نهه وسلوال طالبان هم وژلي دي .
دا په داسې حال کې دي چې راپورونه ښئ په تیرو شپږومیاشتو کې دافغانستان په غزني ولایت کې دطالبانو او افغان ملی اردو او امنیتی مامورانو په شخړو او اخ وډب کې څه دپاسه دوه سوه طالبان ، کابو سل افغان عسکر او نور په لسګونو عام خلک وژل شوي دي ،البته ځيني سرچینې وائي په دغو مرګ ژوبلو کې دامریکائي عسکرو برخه هم شته .

شریک یي کړئ!