برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳ شهریور , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

یونیسف: 10 میلیونه افغان ماشومان د ژوندي پاتې کیدو لپاره عاجلې مرستې ته اړتیا لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) وايي په افغانستان کې ماشومان په بحراني حالت کې دي او د ژوندي پاتې کیدو لپاره عاجلو بشري مرستو ته سخته اړتیا لري.


د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) اجرایوي رییس هینریټا فورا وايي ، شاوخوا یو ملیون افغان ماشومان د خوارځواکۍ اړوند روغتیایی ستونزو سره مخ دي.

هغه دا هم وویل چې لس میلیونه نور افغان ماشومان کافي خوراکي توکو ترلاسه کولو لپاره عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

له بلې خوا ، 4.2 میلیونه افغان ماشومان ، چې 2.2 میلیونه یې نجونې دي ، له زده کړو محروم دي.

د راپورونو له مخې ، په افغانستان کې په وروستیو شخړو کې ، لږترلږه د ماشومانو د حقونو 2 زره سرغړونې راپور شوي دي.

لکه څنګه چې په وروستیو میاشتو کې 435 زره ماشومان او میرمنې په افغانستان کې دننه بې ځایه شوي ، دې ادارې خبرداری ورکړی چې د افغان میرمنو او ماشومانو وضعیت به په راتلونکو میاشتو کې د وچکالۍ ، کورونا خپریدو او تاوتریخوالي له امله لاخراب شي.

یونیسف دا هم وویل چې په راتلونکو میاشتو کې د روانو بدلونونو په رڼا کې ، د بیړنیو بشري مرستو لپاره د افغان میرمنو او ماشومانو اړتیا به زیاته شي ځکه چې په افغانستان کې د اوبو کمښت او وچکالۍ ویجاړونکې اقتصادي او ټولنیزې پایلې لري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي