برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۳۱ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونیسف په افغانستان کې د نجونو د ښوونځیو په بند پاتې کیدو نیوکه وکړه

آریانانیوز: د یونیسف چارواکي وايي: که د افغانستان نجونې ژر تر ژره زده کړو ته لاس رسی ونه کړي، په دغه هېواد کې به د څه باندې یو میلیون نجونو راتلونکې تیاره پاتې وي.


د یونیسف چارواکي وايي: موږ دلته د دې لپاره راغلي یو چې نړۍ ته یو واضح پیغام واستوو، په ځانګړې توګه ملاتړو ته چې دوی باید په افغانستان کې د نجونو د زده کړو په ملاتړ کې غفلت ونه کړي. دا نجونې چې په زده کړو بوختې دي د دې هېواد راتلونکې دي او دوی اوس زموږ مرستې ته اړتیا لري، او د نجونو زده کړه په افغانستان کې د یونیسف لومړیتوب دی.

 

شریک یي کړئ!