برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : پنجشنبه, ۱۱ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یونیسف: افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان مرستو ته سخته اړتیا لري

آریانانیوز: د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندق یا یونیسف وايي، په افغانستان کې ۱۳ میلیونه ماشومان نړیوالو مرستو ته سخته اړتیا لري.


افغانستان کې د یونیسف د ارتباطاتو رییس سام مورټ وویل، په افغانستان کې شاوخوا څلور میلیونه ماشومان له ښوونځیو پاتې دي.

افغانستان کې د یونیسف د اړیکو د څانګې رییس زیاتوي چې په هیواد کې له هرو لسو کسانو څخه ۸ یې په مکروب ککړې اوبه څښي.

سام مورت د بشري مرستو پر مرستندویانو غږ کړی چې ژر تر ژره افغان ماشومانو ته د تعلیمي او روغتیايي خدماتو د وړاندې کولو لپاره دې دوه میلیارده ډالره ولګوي.

یونیسف تر دې مخکې په افغانستان کې د ماشومانو د وضعیت په اړه اندېښنه ښودلې وه. د دې سازمان په وینا، ماشومان په افغانستان کې د وروستیو بدلونونو او اقتصادي بحران لومړنی قربانیان دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي