برخه -څانګه : accidents, afghanistan, politics, security, social -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۷ اردیبهشت , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

یوناما د کابل په لویدیځ کې پر ښوونیزو موسسو د برید د عاملینو د محاکمې غوښتنه وکړه

آریانانیوز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما) د کابل په لویدیځ کې پر روزنیزو مرکزونو د بریدونو د عاملینو د محاکمې غوښتنه کړې ده.


دغه سازمان د سه شنبې په ورځ (د وری ۳۰ مه) په کابل کې پر دوو ښوونځیو وحشیانه برید په کلکو ټکو وغانده.

یوناما زیاته کړې هغه کسان چې د دغه جنایت مسوول دي او ښوونځي او ماشومان په نښه کوي، باید د عدالت منګولو ته وسپارل شي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې دیبورا لاینز هم د قربانیانو له کورنیو سره خپله ژوره خواخوږي څرګنده کړه او ټپیانو ته یې د عاجلې روغتیا هیله وکړه.

 

 

 

 

شریک یي کړئ!