برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۶ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

ګډو ځواکونو اولس ملکي وګړو ته مرګ – ژوبله اړولې

د روزګان په دهراود ولسوالۍ کې بهرنیو او کورنیو عسکرو د ماشومانو او مېرمنو په ګډون ۱۷ ملکي وګړو ته مرګ ـ ژوبله اړولې ده.



د دهراود ولسوالۍ اړوند په پوځي عملیاتو کې د یوې ماشومې په ګډون ۹ تنه وژل شوي او د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
د سیمې اوسېدونکي وايي چې ګډو ځواکونو دوه کلیوال ژوندي وړي دي.
په جنوب کې د ۲۰۵ اتل قول اردو مسؤلینو هم دهراود ولسوالۍ کې د عملیاتو پخلی کړی او دعوه يې کړې چې هلته يې طالبان وژلي دي.
له دې مرکزه خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې ځانګړو ځواکونو په عملیاتو کې اته طالبان وژلي او څو نور يې ټپیان کړي دي.
دا په داسې حال کې دی چې ولسي جرګې د امریکا نوې ستراتېژي په افغانستان کې د جګړې د توندېدو اصلي علت بللی او مطلقه ناکامه ستراتېژي يې یاده کړې ده.
د ولسي جرګې یو غړي زلمي مجددي وايي، تر څو چې دلته امریکايي پوځيان وي موږ به ارامي په سترګو ونه وینو.
یاده دې وي د علماوو په نامه په پرونۍ ناسته کې له دولت او بهرنیانو وغوښتل شول، چې د جګړې د اوږدېدو عوامل دې له منځه یوسي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي