برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۱۷ فروردین , ۱۴۰۱ لنډ لینک :

ګلبدین حکمتیار په افغانستان کې د انتخاباتو غوښتنه وکړه

آریانانیوز: د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار انتخابات د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل بولي.


د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار له یوې ټلویزیوني شبکې سره په مرکه کې وویل: د افغانستان د ستونزو یوازینۍ حل د ټاکنو ترسره کېدل دي.

د حکمتیار په وینا، په هېواد کې د انتخاباتو د ترسره کېدو شرایط، په تېره بیا د امنیت له پلوه له بل هر وخت ډېر مناسب دي.

نوموړي په افغانستان کې د ټاکنو پر اړتیا د ټینګار په ترڅ کې وویل چې په هېواد کې د ثبات د تامین یوازینۍ لار د یو منتخب ولسمشر په مشرۍ د یولاسي حکومت رامنځته کول دي.

د حزب اسلامي مشر وويل: ايتلافي حکومتونه د افغانستان په څېر هېواد نه شي چلولی، دغه حکومتونه په هېڅ ځای کې بريالي نه وو او لکه څنګه چې تجربې ښودلې، دا ډول حکومتونه په افغانستان کې بريالي نه دي.

هغه زیاته کړه: موږ یولاسي حکومت ته اړتیا لرو چې مشري یې یو منتخب ولسمشر وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي