برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۸ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که پر ټرمپ څارنه ونه شی،امریکابه له خطرناکو پایلو سره مخامخ کړی

آریانانیوز: دامریکا پخوانۍ خارجه وزیر او دولسمشرۍ دانتخاباتو کاندیدې هیلری کلینټن خبرداری ورکړی، که دامریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له څارنو پرته پریښودل شی ، نو باید دامریکا لپاره ئې دمنفی نتیجو په تمه ووسو.


میرمن کلینټن له ایم ایس این بی سی ټیلیویژنی چینل سره په خصوصی خبرو کې د دغه هیواد پر ولس غږ کړی ، د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له استبدادی ګروهنو سره دې مقابلې ته راپورته شی .
هغې وئیلی که ، دامریکا ولس دمینځ پړاوه انتخاباتو پر اهمیّت سترګې پټې کړی ، نو له ډیرو خطرناکو نتیجو سره به د هیواد د مهمو اورګانونو دنابودۍ اوتباهۍ شاهدان ووسو.
د امریکا د ۲۰۱۸کال دمینځ پړاوه انتخاباتو د وخت په رانزدیکیدو سره ، دډیموکراټانو او ټرمپ په ضد د یوه بل دریځّونه ، سره ډیر سخت شوی دی .
ټاکل شوې ده ، دامریکا دکانګرس د ۴۳۵غړو اود مشرانو جرګې په درو کې د یوې برخې داستازو د ټاکلو لپاره مینځ پړاوه انتخابات د نومبر په شپږمه نیټه ترسره شی .

شریک یي کړئ!