برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۱۵ فروردین , ۱۳۹۹ لنډ لینک :

که پربندیانو پیل شوی وحشت بند نه شي نظامي لارو به غورکړو

آریانانیوز: دیورپوټ له مخی طالبان وایي، په بګرام زندان کې د کابل عسکرو پر طالب زندانیانو باندې بې سارې تشدد پیل کړی، چې له امله یې یو تن بندي وژل شوی او تر اویا زیات ټپيان دي
د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون له لوري په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کاږي، چې له تېرو څو ورځو را پدېخوا په بګرام زندان کې پر زندانیانو باندې له کوم سبب پرته داسې «وحشت» پیل شوی، چې ددوی په خبره، ساری یې نه لیدل کېږي
خبرپاڼه کې راغلي، چې دا تشدد او «وحشیانه چلند» له تېرو دریو ورځو راپدېخوا پيل شوی، لومړی د شپږم او پنځم بلاک زندانیان له «افتابۍ» څخه منع کړل شوي او کله چې هغوی د خپل حق غوښتنه کړې، ۳۲ تنه یې په وهلو سخت ټپیان کړي او سره له دې چې ټپیان یې کلینک ته یې نه دي پريښي خوراک یې هم ترې ګرځولی او بیا یې د جزایانو په ډول د «دلتا» په نامه باندې بلاک ته وړي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي، چې عسکرو د خپل تشدد په لړ کې نن یو ځل بیا د «براوو» په بلاک کې په بندیانو باندې د وسلو سره هجوم ور وړی چې یو بندي يې ځای پر ځای «شهید» کړی، ګڼ شمیر نور يې د کوما تر بریده وهلي او له اویا ډير نور يې هم ټپیان کړي دي
د طالبانو د بندیانو چارو کمېسیون «په دې حساس وخت کې» له بندیانو سره دا ډول تشدد په کلکو ټکو غندلی او د سره صلیب په ګډون یې په ټولو بشري بنسټونو غږ کړی، څو د روان حالت مخه ونیسي
د طالبانو له قوله «که له مظلومو بندیانو سره یاد وحشیانه چلند په عاجل ډول بند نشي د اسلامي امارت د بندیانو چارو کمیسیون به له نظامي مسئولینو څخه وغواړي چې د هغوی د انتقام لپاره په نظامي لارو چارو غور وکړي.ان شاءالله
یاده دې وي، چې پر طالب زندانیانو باندې د تشدد خبرونه داسې مهال ورکول کېږي، چې تمه ده یوازې دوې ورځې وروسته د طالب او حکومتي بندیانو د خلاصون پروسه عملا پیل شي او د باور فضاء د جوړولو په موخه پنځه زره طالب او زر تنه حکومتي بندیان خلاص کړي
که څه هم تر دې دمه لا د کابل حکومت چارواکو د پېښې په تړاو څه نه دي ویلي، خو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا طالب زندانیان وهل شوي او ټکول شوي، خو په اړه یې چا غږ نه دی پورته کړی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

  1. سید :

    دا ظلم او ستم به تر آخیره نه وی یوه ورځ ختمیدونکی ده او کنه حسابی اوکوو

    ﷺمُحَمَّد الله أكبرالله أكبرالله أكبرإن شاء الله

ډېر لوستل شوي