برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ میزان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي چې د لومړنیو پایلو ځنډ به یوازې څو ورځې وي او د سپینو او تورو رایو له چاڼ وروسته به ژر دغه پایلې اعلان کړي
د دغه کمېسیون مشرې حوا علم نورستانۍ تازه ویلي؛ که هر نوماند پنځوس جمع یو رایې ترلاسه کړي، لومړنۍ پایلې به د وروستیو پایلو په معنی وي
ټاکل شوې وه چې د ولسمشریزو ټاکنو لومړنۍ پایلې د تلې په ۲۷ یعنې د تېرې شنبې په ورځ اعلان شوې وای؛ خو ټاکنو کمېسیون وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله په ټاکلې نېټه د لومړنیو پایلو پر اعلانېدو ونه توانېدل
د پایلو په ځنډ کمېسیون له خلکو بخښنه هم وغوښته. نورستانۍ وايي چې هڅه کوي ژر او په څو ورځو کې لومړنۍ پایلې اعلان کړي.

شریک یي کړئ!

ډېر لوستل شوي

نوی خبرونه