برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۱۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

په هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېدا

آریانانیوز: نن شنبه د غزني ولایت په ګډون په ټول هېواد کې د تقويتي نوم لیکنې بهیر پیلېږي.



د ټاکنو خپلواک کمېسیون رئیسې حوا علم نورستانۍ وويل چې دا بهیر به شل ورځې دوام وکړي.
دا بهیر به د غبرګولي له اتلسمې چې نن ده، پیل شي او د چنګاښ په لومړۍ نېټه به پای ته ورسېږي.
مېرمن نورستانۍ د دې نوم لیکنې د هدف په اړه داسې وويل:
“زموږ هېوادوال چې له خپل حقه محروم وو، یا مهاجر وو او يا يې غفلت کړی وو او يا هم نه وو پوهېدلي چې کوم ځای ته تذکره یوسي او نوم لیکنه وکړي، دا چې کوم کسان ترې پاتې شوي، له خپله حقه برخمن کېږي.”
د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، له غزني پرته به په نورو ولایتونو کې تقويتي نوم لیکنه وشي او په غزني ولایت کې به عمومي نوم لیکنه وشي، ځکه مخکې په دې ولایت کې د نوم لیکنې بهیر نه دی عملي شوی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي