برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۶ آبان , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

د ولسمشري ټاکنود لومړنۍ پایلې داعلامولونیټّه

آریانانیوز: د ټاکنو خپلواک کمېسیون رییسې حوا علم نورستانۍ په یوه خبري غونډه کې وویل چې د ولسمشري ټاکنو لومړنۍ پایلې به د لړم میاشتې په ۲۳مه اعلان کړي
د نوموړې په وینا، درملوګ کمپنۍ تراوسه هم ورته د رایو د چاڼ وروستی راپور نه‌دی سپارلی او ژمنه یې کړې چې د روانې اوونې د سه‌شنبې په ورځ یې راته وسپاري
نورستانۍ زیاته کړه، هڅه کوي چې هر ګام په پوره دقت واخلي؛ ځکه په وینا یې، په ټاکنو کمېسیون کې د هېواد او افغانانو سرنوشت ټاکل کېږي او همدا لامل دی چې نه غواړي دقت د سرعت قرباني کړي
هغې وویل، خپلې ټولې چارې یې په بشپړ دقت ارزولي او ډاډ ورکوي چې په یاده نېټه د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان کړي
د ټاکنو کمېسیون رییسې ټینګار وکړ چې د هېچا سیاسي فشار ته نه تسلیمېږي او په پوره جرات به هغه پایله اعلان کړي چې د افغانانو د رایو له مخې راوځي
په همدې حال کې د ټاکنو کمېسیون یوه غړي مولانا عبدالله وویل، د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو پر مرکزي سېسټم د هکرانو بریدونه او ځینې نورې تخنیکې ستونزې لامل شوې چې پر خپل وخت مو د ټاکنو لومړنۍ پایلې اعلان نه کړې
د نوموړي په وینا، په ولایتونو کې د رایو بیا شمېرنه به سر له سبا پیل شي او دوی ژمن دي چې د لړم میاشتې په ۲۳مه نېټه به د ټاکنو پایلې اعلان کړي
مولانا عبدالله تر دې وړاندې ویلي و چې د درملوګ کمپنۍ ورته د رایو د شمېر وروستی راپور نه ورکوي. هغه ټینګار کړی و چې تراوسه دې هوکړې ته نه‌دي رسېدلي چې کومې شمېرې اعلان کړی
بله‌خوا د دولت جوړوونکي ټیم څارونکي داوود سلطان‌زوی وايي، هغه شمېرې چې کمېسیون اعلان کړي، د دوی لپاره د پوښتنې وړ دي او په وینا یې، یوازې د افغانانو پاکې رایې ورته د منلو دي
د ثبات او همپالنې ټیم څارونکی یونس نواندېش وايي، د ټاکنو کمېسیون له لوري د رایې ورکوونکیو اعلان شوې شوې شمېرې د درملوک کمپنۍ له شمېرو سره توپیر لري
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې وه د ټاکنو د مهال‌وېش له مخې، د ولسمشري ټاکنې د تلې میاشتې په ۲۷مه اعلان شي، خو کمېسیون د ځینو تخنیکي ستونزو له کبله یادې پایلې اعلان نه شوای کړای.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي