برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : سه شنبه, ۲ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که امریکا ۱۹ کاله نور هم جګړه وکړي، ګټلی يې نشي

آریانانیوز: د پاکستان صدر اعظم عمران خان ويلي، د امریکا په جګړه کې د پاکستان ګډون تېروتنه وه او امریکا بايد پوه شي، چې د نن زمانې او ۲۰۰۱ کال طالبان يو ډول نه دي
د نيويارک ښار د بهرنيو اړيکو د څېړنو په مرکز کې يوې غونډې ته د وينا پر مهال عمران وويل، د شوروي خلاف جګړه کې امریکا د مجاهدينو مرسته کوله او د ۲۰۰۱ کال د سپتمبر د يوولسمې له پېښې وروسته يې پاکستان ته وويل، چې د مجاهدينو پر ضد عمليات وکړي
عمران خان وايي، په ۲۰۰۸ کال کې يې ويلي و، چې امریکا دا جګړه په زور نه شي ګټلی.
د پاکستان صدراعظم د افغانستان کشالې په سوله ييز حل ټينګار کړی او زياتوي، که امريکا ۱۹ کاله نور هم جګړه وکړي، پایلې به تر لاسه نه کړي او اخري حل به يې هم د سولې مذاکرات وي
عمران خان تېره ورځ په نيويارک کې د افغانستان سولې لپاره د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره هم د سولې خبرو په بيا پيلېدو خبرې کړې وې
د امریکا له لوري له طالبانو سره د سولې خبرو له لغوه کولو وروسته دا لومړی ځل دی، چې خلیلزاد د کوم بهرني هېواد له مشر سره ګوري
له عمران خان سره په دې ناسته کې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي هم ملګری و
له دې ناستې وروسته ښاغلي قريشي رسنيو ته وويل، که د افغانستان کشالې سوله ييز حل لپاره د امریکا او طالبانو خبرې له سره پيل نه شي، د افغانستان وضعيت به نور هم ترینګلی شي او د وينو تويدو لړۍ به همداسې روانه وي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي