برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۵ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

که امریکا خپل سرتیري وباسي

آریانانیوز: دیوراپور له مخی واشنګټن به ډیر ژر له افغانستان څخه د خپلو څلور زره سرتیرو د وتلو پریکړه اعلام کړي. دغه راپور د ان بي سي امریکایي شبکې پر داسي وخت خپور کړ چې، د طالبانو اوامریکایي استازو تر منځ د یوه جوړجاړي پر سر خبري یو بل حساس پړاو ته له رسیدو سره سم وځنډیدي. دا دوهم ځل دی چې خبري ځنډیږي.
په روښانه بڼه داسي ښکاري چې پر بګرام هډي د طالبانو وروستی برید به د دغه ځنډ لامل وي.
سایسي کارپوهان په داسي وخت کې پر امریکايي تاسیساتو بریدونه د سولي موافقي ته له رسیدو مخکي ډیر زیانمنونکي بولي.
د سیمي د حالاتو مبصرین کاږي چې دغه ډول بریدونه د طالبانو د سیاسي او پوځي مشرتوب ترمنځ بیلتونه په نښه کوي.
او هغه په دې مانا چې د جګړې د ډګر قوماندانان د سیاسي مشرتابه له وروستیو پرمختګونو او پریکړو خوښ نه ښکاري.
د سپیني ماڼي باوري سرچینو نن وویل چې ولسمشر ټرمپ به روا روانه کاري اونۍ کې له افغانستان څخه د څلور زره سرتیرو وتل اعلام کړي.
اوس مهال ۱۲۰۰۰ امریکايي سرتیري په افغانستان کې میشت دي.
تر اوسه نه دي ویل شوي چې له افغانستان څخه به تلونکي امریکايي ځواکونه پلي او که هوایي هغه وي.
د امریکې د هوایي ځوکاونو یوه کنډک مشر چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، رسنیو ته ویلي دوي ته تر اوسه پوري له افغانستان څخه د وتلو په اړه هیڅ راز اطلاع نه ده ورکړل شوي.
په همدې حال کې وسله والو طالبانو او امریکايي ځواکونو تر منځ په دې خبري شوي چې طالبان به د سولي د پروسي له پلي کیدو سره سم د افغان دولت د واک یو مهم شریک وی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي