برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۹ اردیبهشت , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

که امریکا بمبارۍ دوه برابره کړي بیاهم جګړه نه شي ګټلی

امریکايي لیکوال تامس جانسن وايي که د امریکا بمبارۍ دوه برابر شي هم؛ دا جګړه نه شي ګټلی.


هغه چې د «د طالبانو روایات» په نوم کتاب هم لیکلی، له امریکا غږ سره د پنټاګون د وروستي راپور په اړه خبرې کړې دي.
پتڼاګون څو ورځې وړاندې پخپل راپور کې وویل، چې تېرو دریو میاشتو کې يې نږدې ۱۲۰۰ بمونه په افغان خاوره اچولي دي.
تامس جانسن وايي امریکا باید پر دې پوی شي چې دا جګړه پوځي حل نه لري، د هغه په وینا که يې بمباري دوه برابره شي هم؛ بیا هم امریکا دا جګړه نه شي ګټلی.
جانسن ویلي: «دوی نه شي کولی چې په هوايي بمباریو کې دومره طالبان ووژني چې پر جګړې دې اغېز ولري.»
همدغه رازهغه وايي چې امریکايي قومندانانو څو ځلې ويلي دي چې دغه جګړه له بند بست سره مخ ده.
دا په داسې حال کې دی چې د ناټو عمومي منشي پرون په بروکسل کې وویل، پر سوله هم کار کوي خو د پوځیانو د لېږلو ژمنه بیا تازه کوي.
په ورته وخت د ملي شورا غړو هم پر بهرنیانو غږ کړی چې د جګړې پر ځای دې پر سوله تمرکز وکړي.
امریکايی ځواکونو یوازې په تېره مارچ میاشت کې ۳۹۹ بمونه پر افغان خاوره غورځولي، چې هم مهاله دفاع وزارت هم هره ورځ له ۴-۱۲ هوايي بریدونو خبر ورکوي.بیاهم جګړه نه شي ګټلی

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي