برخه -څانګه : afghanistan, social -+

د خپرولو وخت : جمعه, ۲۴ فروردین , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کندوز کې هم د سولې غوښتنې په موخه خیمه ودرول شوه

د کندوز ښار يو شمېر ځوانانو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو غړو پرون د وري په ٢٢مه د کندوز ښار په مرکزي چوک کې د سولې خېمه ودروله.


د دې کسانو له ډلې څخه غلام حيدر حيدر پژواک ته وويل چې دغه خېمه د کندوز د عامو خلکو له خوا درول شوې، سياسي او دولتي کسان په کې دخيل نه دي.
هغه وايي: (( زموږ يواځنې غوښتنه له ټولو خواو نه سوله او امن دى.))
دغه راز د خېمې بل ګډونوال عبدالغفور هوتک وويل چې نور افغانان له جګړو په تنګ شوي او د سولې غوښتونکي دي.
ده زياته کړه:((موږ له طالبانو او حکومته غوښتنه کوو چې نور دې هېواد نه خرابوي، خلک دې نور نه وژني او سوله دې وکړي.))
همدارنګه د دې خېمې بل ګډونوال کليم الله ساپي وويل چې دغه خېمه د هلمند د سولې خېمې په ملاتړ درول شوې ده.
هغه وايي: (( زموږ شعار دى چې نور مو مه وژنئ، جګړه بس ده سوله وکړئ.))
د هغه په وينا، هره ورځ به ځوانان او نور خلک په دې خېمه کې سره را ټوليږي او د سولې د راتګ په موخه به پر حکومت او طالبانو غږ کوي.
ده هم وويل چې دغه خېمه به تر هغه ولاړه وي ترڅو په هېواد کې سوله راشي.
د يادونې ده چې په هلمند، کابل، زابل، غزني، پکتيا، خوست، نيمروز، فراه، کونړ، هرات او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سولې د راتګ په موخه خېمې درول شوې دي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي