برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۳۰ خرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کندهار کې د چاودنې له امله شپږ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په کندهار ولايت کې د ملکي وګړو پر يوه موټر د چاودنې له امله شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


د کندهار د والي وياند داوود احمدي د غبرګولي په ٣٠ وويل چې دا پېښه تېره شپه په اتو بجو په سپين بولدک ولسوالۍ کې د کندهارښار-سپين بولدک پر لويه لاره رامنځته شوې ده.
هغه زياته کړه، په ياده سيمه کې د ملکي خلکو پر موټر د چسپکي ماين چاودنه شوې وه چې له امله يې شپږو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
احمدي وايي،په دې پېښه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي، دوه ملکي وګړي او دوه پوليس ټپيان شوي دي.
د دې چاودنې مسووليت چا نه دى اخيستى.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي