برخه -څانګه : accidents, afghanistan -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۹ شهریور , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کندز او سمنګان کې افغان ځواکونو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

آریانانیوز: افغان چارواکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو په کندز کې ۱۸ افغان سرتیري او په سمنګان کې ۱۴ سیمه‌ییز پولیس او ولسي پاڅون‌کوونکي وژلي دي.


تیره شپه وسله والو طالبانو د دشت ارچي ولسوالۍ د بازار پر کمربندي امنیتي پوستو برید کړی چې په نتیجه کې ۱۸ تنه افغان سرتیري وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

د دشت ارچي ولسوالۍ یو چارواکي چې د ولایت د لوړپوړو چارواکو د فشار په خاطر یې له نوم اخیستو ډډه کوله وویل چې بیګاه نیمه شپه د وسله والو طالبانو د سرې قطعې له خوا د دشت ارچي د بازار پر امنیتي کمربندي پوستو په برید کې د افغان سرتیرو ۱۸ تنه وژل شوي او ۲۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

ددغه چارواکي له خبرو ښکاریده چې کیدای شي تلفات زیات وي، هغه وویل چې د نظم عامه د پولیسو ۱۲ تنه او محلي پولیسو ۶ تنه سرتیري وژل شوي دي، هغه د ملي پولیسو د مرګ ژوبلې یادونه هم وکړه د اتلسو سرتیرو وژل یې رسما تایید کړل.

د سیمې یو تن اوسیدونکی احمد (مستعار نوم) وايي چې د وسله والو طالبانو له خوا په بیګاني برید تر ۲۴ پورې ملي پولیس، محلي پولیس او د نظم عامه سرتیري وژل شوي او د ملي اردو ۶ سرتیري ټپيان شوي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند انعام الدین رحماني په دشت ارچي ولسوالۍ کې د پولیسو پر امنیتي پوستو د وسله والو طالبانو برید تاییدوي مګر د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

هغه وايي چې جګړه سهار پای ته رسیدلی خو په تیرو اوه ساعتونو کې دوي ته د خپلو سرتیرو د مرګ ژوبلې دقیق ارقام نه دي رسیدلي.

سمنګان کې د سیمه‌ییزو پولیسو تلفات

د سمنګان سیمه‌ییز چارواکي وايي، چې په دغه ولایت کې ۱۴ سیمه‌ییز پولیس او ولسي پاڅون‌کوونکي، د وسله‌والو طالبانو په ډله‌ییز برید کې وژل شوي دي.

د سمنګان د والي ویاند صدیق عزیزي وویل، چې پېښه تیره شپه د جوزجان ولایت د دره صوف ولسوالۍ په زیرکي کلي کې رامنځ ته شوې ده.

هغه زیاته کړه “شپږ نور امنیتي ځواکونه ټپیان شوي او د طالبانو د څلورو جنګیالیو مړي او دوه ټپیان په سیمه کې پاتې دي”.

د سمنګان د ولایتي شورا مرستیال هاشم سروري ادعا کړې، چې وسله‌والو طالبانو په دغه کلي کې یو شمیر کورونه سوزولي دي.

ښاغلي سروري ویلي “محمد ابراهیم او الماس هغه قومندانان وو، چې د طالبانو د نفوذ او برید مخه یې نیولې وه، د دوی په منځ کې یو کس وو، چې دوی یې بوخت کړي او طالبانو ته یې د برید زمینه برابره کړې. طالبانو د خلکو کورونه ته اور ورته کړی او په دې پېښه کې اولس تنه وژل شوي هم دي”.

د سیمې اوسیدونکي وايي، چې وسله‌والو طالبانو د دره صوف ولسوالۍ د کانونو د کنترول لپاره په دې وروستیو کې په دغې ولسوالۍ خپل بریدونه زیات کړي دي.

وسله‌والو طالبانو تراوسه د کندز او سمنګان د پېښو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي