برخه -څانګه : afghanistan, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۲۹ مرداد , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کمانډو ځواکونو د پولیسو د روزنې امر ووژل

آریانانیوز: په غزني کې کمانډو عسکرو د امنیه قومندانۍ د پولیسو د روزنې امر پخپل کور کې وژلی دی.


قومندان مرزاګل چې د پولیسو د ښوونیزې پروسې مسؤلیت يې پر غاړه و، تېره شپه د کمانډو عسکرو د ټوپکو تر شپېلیو لاندې راغی.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د پېښې پخلی کړی او زیاتوي چې تېره شپه کمانډو عسکرو په قلعه قدم سیمه کې عملیات ترسره کړل، چې قومندان مرزاګل هم پکې ووژل شو.
نوري زیاتوي، قومندان مرزاګل د کمانډو عسکرو پر وړاندې درېدلی و او فکر يې کړی و، چې طالبان راغلي، په مقابل کې کمانډو عسکرو هم برید پرې وکړ او ځای پر ځای يې وواژه.
غزني کې امنیتي ځواکونه لا هم د تېرې اوونۍ د توندې جګړې له رواني اغېزه خلاص نه ښکاري.
تېره اوونۍ د طالبانو په پنځه ورځنۍ جګړه کې سلګونه امنیتي مسؤلین مړه او ټپیان شول، چې حکومتي چارواکو يې په مقابل کې د ګڼو طالب سرتېرو د وژلو دعوه هم وکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي