برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ شهریور , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کرزی – سوله تر هر څه لومړیتوب لري

آریانانیوز: د سولې د خبرو په اړه د پخواني ولسمشر حامد کرزي رسنیز دفتر په داګه کړې، چې سوله د افغانستان د خلکو ستره هیله ده او تر بل هر څه لومړیتوب لري
د یاد دفتر د اعلامیې له مخې: کله، چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په نوم هڅې پیل شوې، د افغانستان خلکو یې تود هرکلي وکړ؛ خو اوس، چې دغه خبرې له خنډ سره مخ شوې دا په دې معنی نه ده، چې د افغانانو د سولې هڅې دې هم اغېزمنې شي، بلکې برعکس دغه هڅې باید تر بل هر وخته ګړندی شي
پخواني ولسمشر حامد کرزي روانه جګړه د پردو د ګټو لپاره بولي او له ښکېلو خواوو یې غوښټي، چې
له جګړې لاس واخلي او په پوره صداقت او هوښیارۍ د بین الافغاني مذاکراتو له لارې د تل پاتې او سرتاسري سولې د ټینګښت لپاره خپلې هڅې نورې هم ګړندۍ کړي
نوموړي د سیمې له سترو هېوادونو هم غوښتي، چې د سولې په راوستو کې د افغانستان له خلکو سره نه یوازې خپلې همکارۍ روانې وساتي، بلکې چټکتیا هم ور وبخښي.
هغه دا هیله لري، چې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ د سولې څه نا څه لس میاشتنۍ خبرې یو ځل بیا، له شفافیت او وضاحت سره پیل او په افغانستان کې د دایمی سولې او ثبات سبب شيکه څه هم له تېرې پنجشنبې او شنبې د شپو د خبرو په لړ کې دواړو خواوو د پرمختګونو خبرونه ورکول، خو هوکړې ته د رسیدو په وروستیو ګړیو کې د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ تېره ورځ دغه خبرې لغوه اعلان کړی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array