برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۰ آذر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

امریکی له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت د ټينګولو په بهانه په دغه هېواد يرغل وکړ

آریانانیوز: دیوراپور له مخی پخوانی ولسمشر حامد کرزي له اېسوشي اېټډ پرېس سره په مرکه کښې وويل، امريکې د افغانستان په جنګ کښې په سلګونو ميلين ډالره لګولی دي او دغه پېسې خصوصي امنيتي کمپنيواو ټېکدرانو ته رسېدلې دي او همدغې چارې فساد پياوړے کړ چې واشنګټن له دې لارې په افغانستان کښې خپل پلانونه عملي کړې شي.
پخواني افغان ولسمشر په دې اعتراف سره چې امريکائي ډالر د داسې کارونو لپاره خرچ شوي دي چې په افغانستان کښې د بحران له هواري او د جنګ له ختمېدو سره هيڅ مرسته نه ده کړې، تاکيد وکړ، په تېرو دوو لسيزو کښې د امريکې مختلفو حکومتونو د افغانانو د جنګ په باره کښې هم د دغه هېواد خلقو ته دوکه ورکړې ده.
امريکې او انډيوالانو يې په 2001 کال کښې په افغانستان کښې له ترهه ګرۍ سره د مبارزې او د امنيت د ټينګولو په بهانه په دغه هېواد يرغل وکړ، خو له هغه وخت نه تر اوسه په افغانستان کښې يوازې د ناامنۍ، ترهه ګرۍ او د نشه ايزو موادو د توليد د زياتېدو سبب شوې ده
په همدې خاطر دی چې افغان چارواکو د دغه هېواد د خلقو ترڅنګه په ځلونو له افغانستانه د امريکې په مشرۍ د بهرنيو ځواکونو د وتلو غوښتنه کړې ده.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي