برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۱۸ بهمن , ۱۴۰۰ لنډ لینک :

کرزی: د طالبانو حکومت باید له خپلو مخالفینو سره روغه وکړي

آریانانیوز: د افغانستان پخوانی ولسمشر وايي: که پرون ما طالبانو ته ورور ویل، نن د مقاومت جبهې ته ورور وایم.


د افغانستان پخواني ولسمشر له طلوع نیوز سره په مرکه کې د طالبانو پر ضد د مقاومت د جبهې غړي «وروڼه» وبلل.

کرزي وويل: موږ وروڼه او خويندې يو. که پرون ما طالبان وروڼه ويل، نن د مقاومت جبهه وروڼه بولم. د مقاومت جبهه زموږ وروڼه او خويندې دي.

د افغانستان پخواني ولسمشر پر طالبانو غږ کړی چې له خپلو مخالفینو سره دې پخلاینه وکړي او د داسې حکومت د جوړولو لپاره دې ګام پورته کړي چې هر څوک یې غواړي.

د يادونې وړ ده چې د محمد اشرف غني له تېښتې او د جمهوري رياست له نسکورېدو وروسته د مقاومت د پخواني قوماندان احمدشاه مسعود د زوى احمد مسعود په مشرۍ د افغانستان د خلکو د ملي مقاومت جبهه په نوم دويمه جبهه په پنجشیر ولایت کې جوړه شوه.

 

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي