برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۲۹ خرداد , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کرزی – امریکا دې د هستوګنوسیمو په ضدهوائی حملې سملاسی ودروی

آریانانیوز: له کابله څخه دیوراپورپه اساس پخوانی ولسمشر حامد کرزی دفتر دیوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان د فراه ولایت په بالابلوک ولسوالۍ د امریکائی پوځیانو دهوائی حملې په محکومولو سره ددغه ډول تیریو د دریدا غوښتنه کړې ده .



راپورکې وئیل شوی دی،د امریکا ترهه ګرو پوځیانو د بالابلوک ولسوالۍ په یوه کلی په سختې بمبارۍ کې یوشمریعام افغانانو ته مرګ ژوبلې اوښتی او دغه راز ئې کورونه هم ویجاړ شوی دی.
د امریکا د ترهه ګرپوځ د قوماندانۍ د راپور په اساس،دامریکا ترهه ګرو پوځیانو تیرکال په افغانستان کې څه دپاسه دوه زره او دوه سوه بمونه او توغندی ویشتی چې دا اندازه له تیرو کلونو سره په پرتلې کې ډیره زیاته شوې ده .
دا په داسې حال کې دی چې د افغانستان زیاتره سیاستوالان او ولسی مشران په دغه هیواد کې د عامو خلکو دمرګ ژوبلو دزیاتیدا لامل همدغه ترهه ګر امریکائی پوځیان ګڼی چې له اتلسو کلونو راهسې ئې په دغه جنګ ځپلی هیواد کې پنجې ښخې کړی او داسې کومه ورځ نشته چې ددوی په سپیرو لاسونو سره افغانان ونه وژل شی .

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي