برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۱۹ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کاليفورنيا کې د ۱۲ کسانو وژونکی افغانستان کې جنګېدلی امریکايي پوځي و

آریانانیوز: د امريکا د سمندري ځواکونو پخواني افسر، چې تېره ورځ يې د کاليفورنيا د شرابو په يوه کلب کې لږ تر لږه دولس کسان ووژل، په افغانستان کې هم جګړې ته رالېږل شوی و.


په وژل شوو کسانو کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو يو ډلګۍ مشر هلوس هم و.
د ايان ډيويډ لانګ په نوم دغه ۲۸ کلن افسر په امريکايي پوځ او افغانستان کې د جګړو له امله خپل ذهني توازن له لاسه ورکړی و او امریکايي رسنۍ وايي، چې له بريد وروسته يې ځان وژنه هم کړې ده.
د امريکا سمندري ځواکونو په دغه پېښه خواشيني ښکاره او د پېښې د قربانيانو له کورنيو سره يې خپله خواخوږي ښودلې ده.
سمندري ځواکونو ويلي، ايان ډيويډ لانګ له ۲۰۰۸ تر ۲۰۱۱ پوري په سمندري ځواکونو کې د نښه ويشتونکي په توګه دنده ترسره کړې او په خپلو کارونو کې يې څو ځله ميډالونه هم اخیستي.
د امريکا ميليټاري ټايمز ورځپاڼې ليکلي چې ايان لانګ له تېرې اوږدې مودې راهيسې د ذهني ناروغانو په لېست کې و، خو څه موده وړاندې يې نوم له دې ليسته ويستل شوی و او پوليس اوس هڅه کوي، چې د هغه د چال چلند په اړه د ايان لانګ له ګاونډيانو پوښتنې وکړي.
په تېر يوه کال کې دا دوهم ځل دی، چې د امريکايي پوځ غړي پر عامو خلکو له ډزو کولو وروسته ځانوژنه کوي. څو مياشتې وړاندې هم د هوايي ځواکونو يوه افسر ډيويډ کيلي د ټيکساس په يوه کليسا کې لږ تر لږه ۲۶ کسان وژلي وو.
د ۲۰۱۸ کال له پيله په امريکا کې په وسله ‌والو پېښو کې له دولس زرو زيات کسان وژل شوي او حکومت يې تر اوسه په مخنيوي نه دی توانېدلی.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي