برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۲۰ آبان , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل کې ټول ټاکنیز مامورین شړل کېږي

آریانانیوز: د ټاکنو کمیسیون چارواکي وايي، پلازمېنه کابل کې ټول ټاکنیز مامورین له دندو شړي او ټولې رايې له سره شمېري.


که څه هم د ټاکنیزې پروسې اړوند په ټول هېواد کې شکایتونه ثبت شوي، درغلۍ يې را برسېره شوې او ګڼې ستونزې پکې موجودې وې، خو تر اوسه ډېر تمرکز پر پلازمېنه دی.
د دې کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد په خبري غونډه کې وویل، چې د کابل تر څنګ به د هر هغه ولایت رايې بیا وشمېري چې د تورو او سپینو رایو په اړه يې ګډوډي موجوده وي.
د خپلواکو او عادلانه ټاکنو بنسټ – فیفا؛ هم د دې اقدام هرکلی کړی او وايي چې پلازمېنه کې هم د ټاکنو په برخه کې ګڼې ستونزې موجودې وې.
د دې بنسټ اجراییه مشر یوسف رشید وايي، دویمې ورځې ته د ټاکنو غځېدل د دې علت شول، چې پر ټاکنیز بهیر نیوکې ډېرې شي.
دا اقدام په داسې حال کې اخیستل کېږي، چې ټاکنو کمیسیون څو ورځې وړاندې ومنله، چې د دوی کمزوري مدیریت پر ټاکنیزه پروسه ولسي باور ته ضربه ورکړه.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي