برخه -څانګه : afghanistan, politics, security -+

د خپرولو وخت : دوشنبه, ۸ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کابل ښار ته د بار وړونکو موټرونو په ننوتلو بندیز

آریانانیوز: د ګډ حکومت د کورنیو چارو وزارت وایي، د ټاکنو د ښه امنیت په خاطر یې کابل ښار ته د بار وړونکو موټرو په راتګ بندیز لګولی
د کورنیو چارو له وزارت څخه په همدې تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د کابل ولایت په ورودي دروازو کې ټولو پولیسو ته دستور ورکړل شوی، چې د نن ورځ «پنجشنبې» د ماځیګر له «۵» بجو وروسته دې د ټاکنیزې پروسې تر پایه کابل ته د بار وړونکو موټرو د ننوتلو مخه ونیسي
ددې ترڅنګ د کورنیو چارو وزارت د تلې له «۵» نېټې وروسته په ښار کې د وړو بار وړونکو موټرونو په تګ راتګ هم بندیز لګولی
کورنیو چارو وزارت وروسته له هغه د ټاکنو د امنیت لپاره جدي ګامونه اخلي، چې طالبانو نن ورځ د یوې اعلامیې له لارې په ټاکنیزو مرکزونو باندې د بریدونو ګواښ تازه کړ او له خلګو یې وغوښتل، چې ټاکنې تحریم کړي او د ټاکنو په ورځ له سفر کولو او له کور د باندې وتلو څخه ډډه وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي