برخه -څانګه : afghanistan, politics, social -+

د خپرولو وخت : یکشنبه, ۵ اسفند , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل په ځينو دولتي روغتونونو کې ځيني درمل او ان د جراحي عمليات توکي په بازار کې پېري.

آریانانیوز: ځيني کسان ادعا کوي چې په بازار کې ناروغانو ته دوا او نور اړين توکي پېري چې يوه اندازه يې د روغتون ځيني کارکوونکي سره وېشي او ناروغانو ته نه ورکول کېږي، خو د روغتونونو چارواکي دغه څرګندونې ردوي.


د اساسي قانون د ٥٢مې مادې په لومړۍ فقره کې راغلي: “دولت د افغانستان د ټولو اتباعو لپاره د ناروغيو د مخنيوي او د وړيا علاج وسېلې او روغتيايي اسانتياوې د قانون له حکمونو سره سم تامينوي.”
خو په کابل کې د رابعه بلخي په نوم نسايي ولادي دولتي روغتون کې د يوه ناروغ پايواز اسدالله پژواک خبري اژانس ته وويل چې ناروغ يې له باميانو دغه روغتون ته راوړی او دلته يې جراحي عمليات شوي دي.
د ده په وينا، په روغتون کې د هغه د ناروغ د درې ورځني بستر پر مهال يې د روغتون د ډاکترانو له نسخو سره سم د زرګونو افغانيو دوا او ان دستکش يې له بازاره پېرلي دي.
په دغه روغتون کې د يو بل ناروغ پايواز چې نه غواړي نوم يې څرکند شي، ورته څرګندونې کوي.
هغه وايي، دوې ورځې کېږي چې ناروغ يې په دغه روغتون کې بستر دى او په دې موده کې يې د ٥٠٠٠ افغانيو دوا او ان دستکش له بازاره راوړي دي.
دغه راز د کاپيسا ولايت اوسېدونکي شريف الله وويل چې ناروغ يې په ياد روغتون کې عمليات شوى دى.
دى زياتوي: “ناروغ ته مو سېروم او نوره دوا له بازاره راوړې ده.”
د دغو کسانو ځينو ويل چې ډاکټران له اړتيا ډېر درمل راغواړي، ټول ناروغ ته نه ورکوي او ځيني د روغتون کسان يې سره وېشي.
دغه کسان وايي، په دولتي روغتونونو کې خو بايد درملنه وړيا وي او بايد له خلکو پيسې وانه خيستل شي؛ ځکه چې دولتي روغتونونو ته ډېر اړ او هغه کسان مراجعه کوي چې د درملنې د لګښت توان نه لري.
د رابعه بلخي روغتون رييسه ډاکتره صديقه عبدالله اديب هم دا مني چې د دغه روغتون ناروغان ځيني درمل او د عمليات لپاره توکي له بازار نه پېري، خو وايي چې د هر ناروغ هغه درمل يا نور توکي چې په بهر کې يې پېرې، تر ١٢٠٠ افغانيو نه ډېرېږي.

هغه وايي، د دغه روغتون ډاکتران هغه درمل او نور توکي له بهره راغواړي چې په روغتون کې نه وي.
د کابل د نسايي ولادي په بل دولتي روغتون (ملالۍ زېژنتون) کې هم ورته ستونزه ده.
په دغه روغتون کې د يو ناروغ پايواز صفی الله وايي: “ناروغ مو عمليات شو، تار، بنداژ، پېچکاري او دستکش، مو له بازار نه راوړل، دا ټول ۱۷۵۰ افغانی شوې، د ورور مېرمنې مې وويل چې په روغتون کې په دې توکو چور شروع شو.”
هغه ادعا کوي چې د روغتون ډاکتران له اړتيا زيات توکي او درمل راغواړي، يوه اندازه يې ناروغ ته کاروي او نور يې د روغتون کارکوونکي سره وېشي.
صفى الله وايي: “موږ له مسوولينو غوښتنه لرو چې دغو ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي، دا غريب ملت څه وکړي، که چېرې دا دولتي شفاخانه ده له يو ناروغ نه ولې دا هر څّه اخيستل کېږي، په مجموعي توګه ما په دا دوه ورځو کې ۱۰۰۰۰ افغانۍ مصرف کړې دي.”
په دغه روغتون کې د يو بل ناروغ پايواز ورته څرګندونې کوي او وايي چې د ناروغ په درملنه يې په دغه روغتون کې ١٢٠٠٠ افغانۍ لګولې دي.
هغه زياتوي: “لوړ مقامات زموږ فرياد نه اوري، يو غريب د څه لپاره دولتي روِغتون ته راځي، د دې لپاره چې مصرف يې کم وي، غريبو خلکو ته ډېره سخته ده دا درملنه، حکومت بايد د دغه کار مخه ونيسي.”
له بهر نه دولتي روغتونونو ته د درملو راغوښتو، روغتونونو ته د نږدې درملتونونو کاروبار هم جوړ کړى دى.
محمد قاسم چی د ملالۍ زېژنتون مخې ته د احمد ولي ذکي په نوم درملتون لري، وايي: “مشتريان مو ډېر دي، هره ورځ له ٤٠ تر۸۰ تنو رسېږي، درمل اخلي، د عمليات وسايل اخلي، هر هغه څه چې په روغتون کی اړتيا وي، اخلي يې.”
د ملالۍ زېژنتون رييسه ډاکتر عزيزه يوسف وايي چې ناروغان ځيني د عمليات وسايل، دستکش او ځيني درمل په بازار کې اخلي، خو د يوه ناروغ د هغو درملو لګښت تر شاوخوا زر افغانيو نه ډېرېږي چې بازار کې يې اخلي.
هغې وويل چې ډېر درمل ناروغ ته په روغتون کې ورکول کېږي.
عزيزه هم په روغتون کې د ځينو درملو او وسايلو نه شتون د بودجې د کمښت له امله بولي.
د يادو دواړو روغتونونو رييسان هغه څرګندونې ردوي چې ګواکې له بازاره اخيستل شوي ځيني درمل او توکي د روغتون کارکوونکي سره وېشي.

د عامې روغتيا وزارت د معالجوي طب رييس ډاکتر محب الله ځير هم وايي چې دغه وزارت د دولتي روغتونونو د ټولو اړتياوو پوره کولو لپاره کافي بودجه نه لري؛ نو ځکه د دولتي روغتونونو ناروغان ځيني درمل او د عمليات توکي په بازار کې پېري.
دى وايي چې شته بودجه هم لومړيتوبونو لکه بېړنۍ پېښې او نورو ته په پام لګول کېږي او په بېړنيو پېښوکې د ناروغ بشپړه درملنه په دولتي امکاناتو کېږي.
د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو استاد نصرالله ستانکزى وايي چې د اساسي قانون د ٥٢مې مادې له مخې بايد دولت روغتيايي خدمتونه هم د وقايع او هم د درملنې په برخو کې وړيا وړاندې کړي، خو د امکاناتو په چوکاټ کې.
هغه وويل چې دولت له خلکو په بېلابېلو برخو کې ان له مخابراتي چوپړ څخه ماليه ټولوي او بايد په مقابل کې يې خلکو ته خدمات وړاندې کړي.
ستانکزى د روغتيايي چارو د چارواکو د هغو څرګندونو په اړه چې د روغتيا په برخه کې کافي بودجه نه لري، وويل: “زه فکر کوم بودجه لري، خو پر ځاى نه لګول کېږي.”
ده وويل چې د دې ستونزې د لرې کولو لپاره بايد جدي نظارت شتون ولري.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي