برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : شنبه, ۲۰ مهر , ۱۳۹۸ لنډ لینک :

کابل ته د بایو مټرېک الو بهرني انجینران رسېدل

آریانانیوز: دهیواد ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د درملوک په نامه د هغه جرمني شرکت، چې د تېرو ولسمشریزو ټاکنو ته یې بایو مټرېک الې برابرې کړې وې، دوه تنه بهرني انجینران کابل ته رسېدلي دي. د یاد کمېسیون د دارالانشا مشر حیب الرحمن ننګ بي بي سي ته وویل، اوس به مرکزي سیستم ته د ټولو رایو د ور ګډولو چاره چټکه شي
له تېرو څو ورځو راهیسې د ټاکنو نوماندانو او یو شمېر بهرنیو سفارتونو اندېښنه ښودله چې له بایو مټرېک الو نه مرکزي سرور یا سیستم ته د رایو د لېږدولو چاره پڅه روانه ده
داسې اندېښنې هم وې چې ښایي د دې ستونزې له کبله په ټاکنو کې درغلۍ او لاسوهنې ته لاره هواره شي
د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، دا ستونزه یوازې تخنیکي وه او د بهرنیو انجینرانو له ور رسېدو سره به په څو ورځو کې ټولې رایې مرکزي سیستم ته ور ګډې شي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي