برخه -څانګه : afghanistan, politics -+

د خپرولو وخت : چهارشنبه, ۵ دی , ۱۳۹۷ لنډ لینک :

کابل ته داسلامی ايران د ملي امنيت شورا لوړپوړى پلاوى سفر

آریانانیوز: ايراني رسنيو د مرغومي په ٥مه خبر ورکړى چې د علي شمخاني په مشرۍ د ملي امنيت شورا دغه پلاوى په يوه ورځني سفر کابل ته تللى دی.


سرچينې زياته کړې چې له نوموړي سره په دغه سفر کې يو شمېر لوړپوړي سياسي، نظامي او امنيتي چارواکي هم ملتيا کوي.
ايراني سرچينو ويلي چې نوموړي دغه سفر د افغانستان د ملي امنيت د سلاکار ډاکتر حمدالله محب په رسمي بلنه کړى دى.
ټاکل شوې ده چې ايرانى پلاوى د افغانستان له ولسمشر اشرف غني، اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله، د ملي امنيت له سلاکار ډاکټر محب او يو شمېر نورو مشرانو سره د دواړو هېوادونو پر اړيکو او په بېلابېلو برخو کې پر همکاريو خبرې وکړي.

شریک یي کړئ!

Warning: Array to string conversion in /home/arianane/public_html/ps/wp-content/plugins/google-captcha/google-captcha.php on line 706
Array

ډېر لوستل شوي